Custom Select
پشتو
پشتو
العربیه

په ابوظبي کې د افغانستان ا.ا. سفیر په نړیوال دفاعي نندارتون کې گډون وکړ

17 فروري 2025

د افغانستان.ا.ا. سفیر ښاغلي مولوي بدر الدین حقانی، د عربي متحده اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د اماراتو د دفاع وزارت په بلنه د نړیوال دفاعي نندارتون په پرانیست غونډه کې گډون وکړ. د عربي متحده اماراتو د دفاع وزارت له اړخه د دفاع نړیوال نندارن (IDEX) د اولسمې او بحري ځواک  (NAVDEX)د اتمې دورو دا نندارتون د ۳ورځو لپاره په دې موخه جوړ شوی دی، چې د اماراتو دولت د دفاعي او بحري ځواک د پیاوړتیا او پرمختگ په برخه کې نظامي لاسته راوړنې وړاندې کړي او دهمدې نندارتون له لارې د نړیوالو مخکښو دفاعي شرکتونو متخصصین له گډونوالو او لیدونکو سره خپلې دفاعي تجربې شریکې کړي.