Custom Select
پشتو
پشتو
العربیه

په عربي متحده اماراتو کې افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو وېش بهیر گړندی روان دی

03 مارچ 2025

په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان.ا.ا. د سفارت له اړخه افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش او افغان وگړو د ثبت چارې په ورځنۍ توگه عادي تر سره کېږي.

په ابوظبي کې د اسان خدمت څانگې د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې کې، هغه مهال چې د ا.ا.ا. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خپله لومړنۍ بهرنۍ څانگه د افغانستان ا.ا. په سفارت کې پرانیستله، تر دې دمه د الکترونیکي تذکرو د وېش د افغان وگړو د هویت ثبت چارې گړندۍ مخ ته ځي.

د افغانستان ا.ا. په سفارت کې د اسان خدمت له اړخه د الکترونیکي تذکرو لپاره د بایومیتریک، د هویت ثبت، د کاغذي تذکرو سمونه او له وېش وروسته خدمتونه وړاندې کېږي، چې تر دې دمه 3,101 تنو افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش او ثبت چارې بشپړې شوې، 228 تنو ته له وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي او د 602 تنو افغان وگړو کاغذي تذگرو اصلاح شوې ده.